Wednesday, June 20, 2018

پښتون پروت دی لا خوبونه د غفلت کړي

پښتون پروت دی لا خوبونه د غفلت کړي
خوار ناصح ګوره ويدو تـــه نصيحت کړي
چې قـــــدم  د ننــــــــګ په لار ناخلې ناپوهه
تورې خورې بـــــــــه د قوم سر راوچت کړي
ســـــــرې لمـبـــــې په ګوګـل کــې رابلـيـــږي
پښتون خپله د خپل ځان سره خيانت کړي
چې د لوی الله  رضا په کوم کار نــــــــه وي
په سم کار کې يې ورپېښ څه مصيبت کړي
که سر په بيه وي هم ترېنه ځار شــــــــــــــــــه
پټـــــــان ننګ په پښتنو په هر قيمت کړي
پټان افغان

Sunday, June 17, 2018

Sunday, June 10, 2018

اصلي غل


ستاسو خوښه چې غل ورته وايئ که د غلو مل؟ زه يې غل بولم .
د دې غله لاس قاضي يا مفتي نشي پرېکولی.
د ده له لاسه هر څه کيږي او ډېر قوت ورسره دی.
حاکمان ده ته څه نشي ويلی.
د پوليسانو زور په ده نه رسيږي.
د دې غله احترام قوماندان هم کوي.
دا غل ډېر زورور غل دی.
د ده مخه څوک د ورځې هم نشي نيولی.
دی د سرکار په مال کې هم برخه لري او په خزانه کې يې شريک دی.
په ده باندې حقه شاهدي ادا کول ډېر ګران کار دی.
په ده باندې هيڅوک دعوه نشي کولی.
ده ته يوازې غل ويلی شم او بس.
دا هغه غل دی چې له سترګو نه رانجه نه پټوي سترګې پټوي.
غله پيسې پټوي.
دی غله پټوي، خيانتونه پټوي، ظلمونه پټوي.
اصلي غل همدغه دی.
نر غله د ده په سيوري کې پټ دي.
ترڅو دی ورک نه شي غله نه ورکيږي.