Sunday, June 10, 2018

اصلي غل


ستاسو خوښه چې غل ورته وايئ که د غلو مل؟ زه يې غل بولم .
د دې غله لاس قاضي يا مفتي نشي پرېکولی.
د ده له لاسه هر څه کيږي او ډېر قوت ورسره دی.
حاکمان ده ته څه نشي ويلی.
د پوليسانو زور په ده نه رسيږي.
د دې غله احترام قوماندان هم کوي.
دا غل ډېر زورور غل دی.
د ده مخه څوک د ورځې هم نشي نيولی.
دی د سرکار په مال کې هم برخه لري او په خزانه کې يې شريک دی.
په ده باندې حقه شاهدي ادا کول ډېر ګران کار دی.
په ده باندې هيڅوک دعوه نشي کولی.
ده ته يوازې غل ويلی شم او بس.
دا هغه غل دی چې له سترګو نه رانجه نه پټوي سترګې پټوي.
غله پيسې پټوي.
دی غله پټوي، خيانتونه پټوي، ظلمونه پټوي.
اصلي غل همدغه دی.
نر غله د ده په سيوري کې پټ دي.
ترڅو دی ورک نه شي غله نه ورکيږي.

0 comments:

Post a Comment